إرسال رابط إلى التطبيق

Yaraan


4.2 ( 512 ratings )
أخبار
المطور: Ajmal Aand
حر

روغتیا، په ژوند کې بریالیتوب، شخصي وده، هوسا او خوښ ژوند، ورزش او هنر هغه څه دي چې یاران یې په اړه هره ګړۍ تازه لیکنې خپروي. د یاران اپلیکشن په ښکته کولو تاسو د نړۍ له ګوټ ، ګوټ څخه په پښتو ژبه ستاسو له ورځني ژوند سره تړلي تازه او کره معلومات تر لاسه کولی شئ.

یاران د یاران .کام ویبپاڼې اپلیکشن دی چې د اندریود د ځيرک ټیلفون کارونکي یې په خپلو موبایلونو کې ښکته کولی شي.

د یاران چلوونکي ژمن دي چې ددې اپلیکشن کارونکو ته به پر وخت، داسې لیکنې او معلومات وړاندې کوي چې د دوی په ورځني ژوند مثبتې اغیزې وکړي او د ښې روغتیا ترڅنګ ورسره د کار رزوګار په سمون کې د نړۍ د ټولنپوهانو او اقتصاد پوهان په معلوماتو او سپارښتنو مرسته او همکاري وکړي.

موږ ویاړو چې له تیرو څلور کلونو راهیسې مو د ویب پاڼې په بڼه د افغانانو لپاره ګټور معلومات وړاندې کړي. اوس ددې اپلیکشن لپاره هم ورته نیت لرو.

له ټولو هغو چې په پښتو او دري ژبو د روغتیايي، اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي تازه معلوماتو په لټه دي هیله کوو چې یاران اپلیکشن دې خپلو موبایل ټیلفونونو کې ښکته کړي او خپل دوستان دې هم راوبولي.

یاران مو په ورځني ژوند کې ګام پر ګام ملتیا کوي او له ستونزو څخه د وتلو لارې چارې درښيي.